Afghanistan Appeal

عاجل بشري اپیل

عاجل بشري اپیل

په اسلام قلعه کمپ کې زرګونه افغان کډوال له اوبو، خواړو او سرپناه پرته د سختو شرایطو سره مخ دي. المواسات سره یوځای شئ او بیړنۍ مرسته وکړئ.

په دې ورځو کې له ایران څخه زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه کېږي، چې له ګڼو ستونزواو کړاوونو سره مخ دي . د دغو خلکو لپاره د افغانستان د هرات ولایت په اسلام قلعه سیمه کې یو مؤقتي کمپ جوړ شوی، خو دا کمپ د ژوند بنسټیزو اړتیاوو ته هیڅ ډول مناسب نه دی

دلته سخت ګرم بادونه لګي، له دوړو او شګو څخه هوا ډکه ده، او د اوبو، سیورې، ټرانسپورټ، خوراک، درملو او د ابتدایي اسانتیاوو کمښت د دې انسانانو ژوند له ډېر ګواښ سره مخ کړی دی . ښځې، ماشومان، زاړه، ناروغان او معذور کسان د مرستې چیغې وهي، خو د مرستې غږ یې تراوسه لا هم بې ځوابه پاتې دی

دا خلک مجبور شول چې له خپلې خاوري ووځي، او اوس چې بېرته راستانه شوي، نو نه کور لري، نه کالی، نه خواړه او نه هم خوندی سرپناه . دا د انسانیت لپاره یوه ستره آزموینه ده، چې موږ یې څنګه ځواب ورکوو

ستاسو د انسانیت د غږ استازی المواسات خیریه مؤسسه دا مهال په اسلام قلعه کې فعاله ده، او د خپل توان تر بریده د دغو کډوالو لپاره د بیړنیو خدماتو چمتو کولو هڅې کوي . زموږ رضاکاران د خوراکي توکو، څښاک اوبو، ټرانسپورټ، او لومړنیو اړتیاوو په برابرولو بوخت دي، خو د موجودو شرایطو سختوالی، د کډوالو زیات شمېر، او د امکاناتو محدودیت دا غوښتنه کوي چې نور مهربان انسانان هم راسره یوځای شي

موږ یوازې نه شو کولای چې د زرګونو وږو خولې مړې کړو، نه هم دومره وس لرو چې د ټولو ستونزو حل شو . له همدې امله، موږ له تاسو تمه لرو – ځکه تاسو کولای شئ د امید څرک رامنځته کړئ، د یو ماشوم ژړا خاموشه کړئ، او یوه مور ته دا باور ورکړئ چې بشر لا هم شته

د رسول الله ﷺ مبارک حدیث دی: «مَن فَرَّجَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا، فَرَّجَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ» (صحیح مسلم) ژباړه: څوک چې د یوه مؤمن د دنیا یوه غم له منځه یوسي، الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه یوه غم له منځه یوسي . همداراز، الله تعالی فرمایي: «وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ» (سورة البقرة، 110) ژباړه: تاسو چې هر ډول خیر له ځانونو مخکې واستوئ، هغه به د الله (ج) په حضور کې ومومئ

دا آیتونه او احادیث موږ ته دا یادونه کوي چې د غمجن، بې وسه او مجبور انسان لاسنیوی یوازې یو ثواب نه دی، بلکې یو مسؤلیت دی . نن موږ له یوه ستر امتحان سره مخ یو – چې آیا موږ له خپل نعمت څخه یوه برخه له دغو وږواو بې کوره افغانانو سره شریکوو، که نه؟ ستاسو مرسته ژوند ژغورلی شي، دا یو عاجل، انساني او وجداني غږ دی

هغه مور چې ماشوم یې له تندې چیغي وهي، هغه پلار چې کورنۍ یې د خوراک له نشتوالي په زېږو سترګو ورته ګوري، هغوی یوازې ستاسو مرستې ته سترګې پر لار دي . یو بوتل اوبه، یوه ډوډۍ یا یوه چترۍ د دوی ژوند بدلولای شي

نو راځئ چې دا فرصت له لاسه ور نه کړو، خپل ثواب، رحم او انسانیت دا ځل د دغو افغانانو لپاره وقف کړو . مرسته وکړئ، دا پیغام له نورو سره شریک کړئ، د خپلو ملګرو، خپلوانو او ټولنیزو حلقو ته یې واستوئ، او هڅه وکړئ چې لږ تر لږه یوه کورنۍ ته د ژوند امید ورکړئ

الله مو له هر خیر سره مل شه!

Afghanistan Appeal

 

انځور:

Afghanistan Appeal

 

انځور:

عاجل بشري اپیل

په اسلام قلعه کمپ کې زرګونه افغان کډوال له اوبو، خواړو او سرپناه پرته د سختو شرایطو سره مخ دي. المواسات سره یوځای شئ او بیړنۍ مرسته وکړئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: په دې پاڼه کې شوې مرستې به زموږ د خوراکي مرستو صندوق ته ځانګړې شي، چې د بېلابېلو خوراکي پروژو د پلي کولو لپاره کارول کېږي، لکه دلته ښودل شوي بېلګې. دا برنامې د Al-Mouwasat حضور لرونکو هیوادونو کې پلي کېدای شي، او دغه پروژې د سیمې ټولنې ته ځانګړې شوې دي، د دې موخې سره چې ژوند وژغوري.