زمونږ په اړه

په ۲۰۱۲ کال کې په بریتانیا کې د ډاکټرانو او مخورومشرانو یوې ډلې له خوا د المواسات بنسټ کېښودل شو. دا یو خپلواک غیر دولتي سازمان دی چې له هېڅ سیمه ییز، قومي یا سیاسي ډلو سره تړاو نه لري. موږ په دې باور یو چې بشریت ته مرسته باید د نژاد، مذهب یا جنسیت په پام کې نیولو پرته د خیر ښېګڼې له لارې ورکړل شي. موږ ډاډه یو چې مرسته په هر وخت کې، په سم ځای کې او سمو کسانو ته ورسېږي.

صفحه نشر کړئ

مونږ څوک یو

المواسات د امانت په اهمیت او همدارنګه مسو‌ولیت او د حساب ورکونې په ارزښت خبر دي. موږ په بشپړ ډول اطمنان لرو او په ریښتیني پاتې کېدو کې ستاسو رضایت ترلاسه کوو. موږ کولی شو تاسو ته د هرې پروژې تازه معلومات درکړو چې تاسو په کې مرسته کړې وي.

د المواسات د افغانستان د خیریه کمیسیون سره د افغانستان ثبت شوی خیریه اداره ده چې د ثبت ګڼه یې ۵۶ ده.

 

د مرستې تګلاره

د المواسات د امانت اهمیت، او د هغې سره تړلې حساب ورکونې او مسؤلیت څخه ښه خبر دی. موږ په بشپړ شفافیت او رښتینولۍ ویاړو، او ستاسو د غوښتنې پر بنسټ، تاسو ته د هغو پروژو تازه معلومات وړاندې کولی شو چې تاسو ورته مرسته کړې ده.

د المواسات د ۱۰۰٪ مرستې پالیسۍ پر بنسټ فعالیت کوي. موږ د خیریه چارو کمیسیون او د دیني لارښوونو تر څارنې لاندې عمل کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې مرستې د اسلامي او د بریتانیا د خیریه قوانینو سره سم ترسره شي. ټولې ترلاسه شوې مرستې یوازې په هغه موخه مصرفېږي چې لپاره یې ورکړل شوې وې.

د ډالۍ مرستې، د ادارې لپاره ټاکل شوي مرسته او د ری سائیکل کولو جامو له لارې ترلاسه شوي بودیجه شامل دي.

که تاسو کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.